IQNA

د مصر له قرآن  ریډیو څخه د مصطفی اسماعیل آذان خپریږی

10:46 - January 19, 2025
د خبر لمبر: 3490491
ایکنا – د مصر قرآن ریډیو  د دغې رسانۍ د مخاطبانو او آوریدونکو غوښتنې  ته په ځواب کې  لهدغې رسانۍ د مصر د مشهور  قاری شیخ مصطفی اسماعیل آذان خپروي.

ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله  راپور راکړی،د مصر قرآن ریډیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،په اوسني پړاؤ کې د شیخ مصطفیاسماعیل  د تلاؤتونو د زیاتې اندازې په دلیل به ،د مصر له قرآن ریډیو څځه ددغه مصري قاري  د تلاؤتونو خپریدا،  او دغه راز  په راتلونکي پړاؤ کې  د هغه په غږ سره د آذان خپریدل وي.

 د اعلامیې په دوام کې راغلی دي، دغه اقدام  د مصر د قرآن ریډیو  کې ددینی نعتونواو نغمو او د آذان  او تلاؤت د پروګرامونو  دډولوالي او بډایتوب په لړ کې  اجرا کیږي.

 له دې مخکې د مصر  د قرآن ریډیو  مخاطبانو د دغه ريډیو  د پروګرامونو د خپریدا په لیسټ کې د مصطفی اسماعیل  د آذان  په نه شاملولو  نیوکې کړې وې او ددغې رسانۍ مسئولانو  د بیابیا غوښتنو په ځواب کې  ددغه مصری قاري  د آذان د خپرولولپاره اعلان کړی چې د هغه آذان د پروګرامونو  په لیسټ کې  شامل شوی او له دغې رسانۍ به خپور شي.

شیخ مصطفی اسماعیل  د ۱۹۰۵ کال د جون  په اولسمه نیټه  د مصر د الغربیه ولایت  د سنطه ولسوالۍ  په میت غزال  کلي کې   زیږیدلی ړ . د شی مصطفی اسماعیل ترټولو وروستی تلاؤت د ۱۹۷۸ کال ددسمبر په ۲۲ نیټه د مصر د وخت د ولسمشر انور سادات په شتون سره د مصر د دمیاط ښار په البحر جومات کې ؤ.

ددغه غوره مصری  قاري د آذانونو بشپړ ټولګه د دغه نړیوال قاري دټیلګرام چینل له خوا  خپره شوې ده او دغه آذانونه  د څلویښتمې میلادي لسیزې کې  د ملک فاروق  د ماڼۍ پشمول  په مختلفو ځایونوا وختونو کې  دقاهرې په الازهر جومات،د سورئې په اموي جومات ،  اودغه راز په عراق ، ترکیې ،لبنان، بحرین ،کویت  او ځینو نورو هیوادونو کې اجرا شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4260448

captcha